IQNA

 د ملایشیا د سیاستوال غوښتنه: د قرآني ارزښتونو عملي کول

14:16 - December 08, 2025
د خبر لمبر: 3492128
ایکنا –د ملایشیا د سلانګور ایالت اعلی وزیر له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د قرآن ارزښتونه دې د  مسلمانانو د ټولنو په ورځني ژوند کې عملي کړي.

 ایکنا نیوز له  برناما قوله راپور راکړ، ، د سلانګور اعلی وزیر، امیرالدین شري، د ۲۰۲۵ نړیوال قرآني کنفرانس (The World Quran Convention) د پرانستې په څنډه کې له مسلمان مشرانو او ټولنو وغوښتل چې د قرآن اصول په عملي ستراتیژیو بدل کړي څو ټولنیز او اقتصادي پرمختګ پرې رامنځته شي.

هغه په خپلې وینا کې وویل: د قرآن لارښوونې یوازې د شخصي ایمان د جوړولو لپاره نه دي، بلکې د سیاست جوړونې، اقتصادي پروګرامونو او ستراتیژیکو اقداماتو لپاره یو عملي چوکاټ هم دی چې د نننیو ستونزو په وړاندې  کارول کېږي.

اعلی وزیر زیاته کړه: قرآن داسې متن نه دی چې یوازې له ورایه ئې وستایو، بلکې دا د ژوند د  لارښوونو سرچینه ده چې زمونږ اقتصادونه، ادارې او د امت راتلونکی جوړوي.

امیرالدین وویل: ځینې آیتونه په نظم، ډله ییز کار، او د نوښتونو په همغږۍ د اخلاقي او معنوي اصولو سره ټینګار کوي. دا یو اخلاقي چوکاټ دی چې د بې‌وزلو ملاتړ کوي، د شتمنۍ عادلانه وېش دودوي، استثمار ردوي او د کرامت، شفافیت او حساب ورکونې ملاتړ کوي.

هغه د سلانګور ایالت د بېلګې په توګه یاد کړ او ویې ویل: حکومت په دې ایالت کې داسې پروګرامونه پلي کړي چې کوچني کاروباريان ځواکمن کړي، مالي سرچینو ته اسانه لاسرسی برابر کړي او کورنیو ته زده کړه او ملاتړ ورکړي څو دوامدار معیشت ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه: په دې هڅو کې، د حلال مدیریت د دې یوه روښانه بېلګه ده چې څنګه د قرآن ارزښتونه په هدفمنې تګلارې بدلېږي.

هغه وویل: سلانګور له نیمې پېړۍ راهیسې د حلالو چارو د څارنې په سسټماټيک کولو کار کوي او دا یې د دولت، صنعت او ټولنې ګډ مسوولیت ګڼلی دی. هغه زیاته کړه چې سلانګور اوس په ملایشیا کې د حلال فعال تر ټولو ځواکمن اکوسیستم کوربه دی

د نړیوال قرآني کنفرانس ۲۰۲۵ شعار د  الصف سورې پر اهمیت ټینګار کوي چې څنګه ئې لارښوونې د نړیوال اقتصادي پراختیا د حل‌لارو په جوړولو کې مرسته کوي.

دا دوه ورځنی پروګرام د نعمان علي خان (د بینه انسټیټیوټ بنسټګر)، فضل الاسماعیل (د وارثان امت اخلاص بنسټ د محتوا مشر)، او عمران علوي (د اکسفورډ انټلکټ اجرایي مشر) په ګډون د سترو ویناوالو کوربه دی.

دغه کنفرانس د «صف ۱۲» کمپاین هم معرفي کړ، چې یو پوخ چوکاټ دی او د امت رول په دولسو اصلي ټولنیزو ـ اقتصادي برخو کې مشخصوي څو د   الصف سورې پیغام له تفکر څخه عملي اقدام او اوږدمهاله همکارۍ باندې بدل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4321355 

captcha